دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې دچين له مرستيال سفير باو ژو هوي سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د کابل او بیجینګ ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او همدارنګه د وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
دغه راز ښاغلي ژو هوی په افغانستان کې پانګونې ته د چینایي پانګوالو پر هڅونې ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې چین به د نړۍ په ډګر کې له اسلامي امارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.