د اتریش د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي دفتر د آلمان د هغې پریکړې ملاتړ کړی چې د افغان مهاجرو د اخراج په برخه کې دي او ټینګار کوي چې ویانا به هم ورته پالیسي تعقیب کړي.
یورونیوز په شنبه ١٠ د وږی خبر ورکړ چې په دغه هیواد کې د امنیتي وضعیت د بدلون له امله به د افغان مهاجرینو د اخراج لړۍ پیل شي.
د دغه رپوټ له مخې د اتریش د کورنیو چارو وزیر کارل نیهمر ویلي دي چې دوی به د آلمان له حکومت سره په ګډه له افغانستان او سوریې څخه د مهاجرو د ایستلو لپاره کار وکړي.