د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني له یو شمېر ازبک پانګوالو سره وکتل.
ازبکستاني پانګوالو په دې ناسته کې ویلي، چې غواړي په افغانستان کې د سیم کارتونو د تولید او وارداتو په برخه کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې ښاغلي حقاني راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د ټولو پانګوالو سره د قوانینو او مقرراتو پربنسټ قانوني مرسته ته ژمن دی.