سیمه

اوکراین په کورسک کې د روسیی ۱۰۰۰ مربع کیلومتره خاوره د نیولو ادعا کړې

د اوکراین د پوځ لوی درستیز وايي، د دغه هېواد پوځي ځواکونو د روسیی ۱۰۰۰ کیلومتره مربع خاوره نیولې ده.

د اولکساندر سرسکی په وینا، د اوکراین پوځ د کورسک په سیمه کې خپلو تعرضي عملیاتو ته چې اوه ورځې وړاندې پیل شوي، دوام ورکوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکی ویلي، چې روسیی جګړه د نورو خلکو کورونو ته رسولې او اوس جګړه بېرته روسیی ته اوښتې ده.

د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه عملیات یو جدي پاروونکی بللی او روسي ځواکونو ته یې امر کړی چې د دغه هېواد له خاورې د دښمن پوځیان وباسي.

د کورسک اوسیدونکي په زیاتیدونکي شمیر د لویدیځې روسیی څخه خوندي سیمو ته ځي ،په دې وروستیو کې شاوخوا ۶۰ زره کسانو ته له سیمې د وتلو امر شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button