افغانستان

په تیر کال کې د څه باندې ۲۲ زره ډلو فعالیتونه څارل شوي او څیړل شوي

د چاپېريال ساتنی ملی ادارې مسوولينو د دغه رياست د يو کلنو لاسته راوړنو د بيانولو په پروگرام کې وويل، چې د چاپېريال د ککړتيا د کمولو په موخه يې د ۲۲ زره او ۳۲۸ هستوګنې، مېلمستونونو، ودونو تالارونو، فابريکو، د پخلنځيو د پخولو سربندونه او د بيارغونې چارې پيل کړې دي او په تیر کال کې بیلابیلې ډلې څارل شوي دي.

د دې ادارې مسوولین وايي، چې له دې جملې څخه د ۱۴ زره ۸۲۵ سوه ځایونو چارې د چاپېریال له معیارونو سره سمې او د ۱۵۸۱ نورو ځایونو چارې سمې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسوولینو په وینا، د تېر کال په اوږدو کې له غیر اماراتي بنسټونو سره د چاپېریال ساتنې د پروژو د تطبیق په برخه کې د یو میلیون دالرو په ارزښت پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.

د دوی په وینا، د چاپېریال په برخه کې د ۵۸،۷ میلیونه دالرو په ارزښت د ۱۰ پروژو د بیا پیل لپاره د پام وړ پرمختګ شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button