افغانستان

د ترافيکی پېښې له امله په غور ولایت کی دوه تنه مړه او پنځه نور ټپيان شول

د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د فیروزکوه ښار په کندیوال سیمه کې د یوه فلانکوچ ډوله موتر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

ويل کيږي چې په وژل شويو کسانو کې يوه ښځه او يو ماشوم شامل دي او ددغې پيښې په ټپيانو کې يوه ښځه هم شامله ده.

که څه هم د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو ښايي د سړک خرابوالی د دې پېښې لامل وي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button