نړۍ

د غزی پر یوه ښوونځي د اسرائیلو په برید کې تر سلو ډېر کسان شهیدان شوي دي

د فلسطین رسمي خبري اژانس خبر ورکړی چې نن سهار (شنبی د زمری ۲۰) په غزی د یوه ښوونځي پر جومات چې کډوالو ته یې پناه وړې وه، د اسرائیلو په برید کې تر ۱۰۰ ډېر کسان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د رویترز د راپور له مخې، د حماس ډلې د رسنیو دفتر په یوه بیان کې ویلي: “اسرائیلو د سهار د لمانځه پر مهال کډوال په نښه کړل چې له امله یې د تلفاتو په شمېر کې چټک زیاتوالی راغلی.

خو د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د حماس د قوماندې مرکز یې په نښه کړی دی.

د اسرائیلو د پوځ د اعلامیی پر اساس، دغه برید د غزی په دراج طوفه کې د الطبعین په ښوونځی او د یوه جومات په څنګ کې شوی دی.

خو اسراییل تل ادعا کوي چې د حماس پر مرکزونو یې بریدونه کړي دي.

باید یادونه وشي چې په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه او په بیروت کې د حزب الله د جګپوړي قوماندان فواد شاکر له وژل کېدو وروسته په سیمه کې د “بشپړې جګړې” اندېښنې زیاتې شوې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button