د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د افغانستان د ترانسپورت اورګاډي د پټلۍ جوړول هیله مندي وبلله.
د قزاقستان د رسنیو د راپور له مخې نوموړي دغه څرګندونی په استانه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان د ترانسپورت پټلۍ په جوړېدو سره به د جنوبي اسیا بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.