افغانستان

په باميان کې د دوو ترافيکی پېښو له امله دوه تنه مړه او لس نور ټپيان شول

د باميان ولايت په مرکز کې په دوو جلا ترافيکی پېښو کې دوه تنه مړه او لس تنه نور ټپيان شول.

د باميان ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتی دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د باميانو د مرکز اړوند د سيران سرخدر په سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې د بامیان ولایت د رسنیو دفتر هم خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د باميان امنيه قومانداني وايي، لومړۍ پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې رامنځته شوې، چې د پېښې په قربانيانو کې يوه مېرمن او يو ماشوم هم شامل دي
خو د دغه ولايت د مطبوعاتي دفتر د خبر پر بنسټ، دويمه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې رامنځته شوه، چې ټپيان ټول نارينه وو.

د يادونې ده، چې د دواړو پېښو ټپيان د باميانو ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button