سیمهنړۍ

د یمن بې پیلوټه الوتکې په سور سمندرگی کې پر یوې کښتۍ برید کړی

د یمن د المسیره شبکی د راپور له مخې، دغه برید نن د جمعې په ورځ (د زمری ۱۸مه) سهار وختي د یمن په لویدیځ کې د الحدیده ولایت په یوه سیمه کې د امریکايی او انگلیسی ایتلاف د تیري په ځواب کې ترسره شو.

د یمن خبري سرچینو د جمعې په سهار خبر ورکړ چې د امریکا او انگلستان ائتلاف یو ځل بیا د یمن لویدیځ په نښه کړ.

د المسيره د راپور له مخې د امريکا او انگلیس د جارح ائتلاف الوتکو د يمن په لويديځ کې د الحديده ولايت په الصلیف ولسوالۍ باندې په دوو ځلو بمباري وکړه؛ د دغه برید د احتمالی تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.

د یمن د پوځ ځواکونو همدارنگ ژمنه کړې ده چې د صهیونیست رژیم ترهه ګرو به د دغه رژیم په بیړیو او په سور سمندر کی د نیواک شویو سیمو د تیریدو په حال کی د دغه رژیم په بیړیو حملې ته دوام ورکوی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button