افغانستان
د گوزن واکسین کمپاین سبا پیلیږي
د ” پولیو څخه پاک افغانستان” موسسه وايي چې د پولیو یا گوزن د واکسین نوی پړاو به د شنبې په ورځ (د زمری ۲۰) د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پیل شي.
خو دغه سازمان د کمپاین په دې پړاو کې د واکسین د ترلاسه کولو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د باختر آژانس د خبرله مخې: د گوزن واکسين د فرعي کمپاين نوي پړاو نن (پنجشنبه د زمری ١٨مه) په هرات ولايت کې پيل شو.
د دغه راپور له مخې، په دغه ولایت کې به شاوخوا ۷۵۸ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال په مارچ میاشت کې راپور ورکړ چې په تېرو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د پولیو کومه نوې پېښه نه ده ثبت شوې.