سیمه

د حزب الله ځانمرګی درون د المالکیه اډه په نښه کړه

د لبنان د حزب الله غورځنګ نن دوشنبه (د زمری ۱۵) په خپله دویمه اعلاميه کې اعلان وکړ چې د فلسطينی ولس په ملاتړ يې د اسراييلو «المالکيه» پوځي اډه د بې پيلوټه الوتکې په واسطه په نښه کړه.

د لبنان مقاومت څرګنده کړه چې دغه بې پیلوټه الوتکې د فلسطین په شمال کی په ټاکل شوی هدف وویشتله.

د دې بیان له خپرېدو څو دقیقی وروسته د اسرائیلی پوځ ویاند د مالکی په اډه کې چاودنه تایید کړه.

اسرائیلي رسنیو په دغه برید کې دغې اډې ته د اوښتي زیان او احتمالی مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

نن سهار حزب الله هم اعلان وکړ چې د ځانمرګو بې پیلوته الوتکو په یوه سکادرانی سره یې د «ایلت » په اډه کې د اسرائیلي پوځ د ۹۱ فرقې د قوماندې مرکز په نښه کړ.

د لبنان مقاومت د بې پيلوټه الوتکو په نښه کولو ته په اشارې سره خبر ورکړ چې په دې بريد کې يو شمېر اسرائيلي پوځيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button