په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې د غویی له ۱۲ څخه د غبرگولی تر ۱۲ مې نیټې پورې په افغانستان کې سېلابونو لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن کړي دي.
اوچا پرون (یکشنبه، د زمری ۱۴مه) په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې افغانستان لا هم له سخت بشري ناورین سره مخ دی او ۲۳،۷ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري.
له دې جملې څخه۱۲٫۴ میلیونه وګړي د خوړو له خوندیتوب سره مخ دي او د هیواد نږدې نیمایي نفوس (شاوخوا ۴۸٪) د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.