افغانستاناقتصاد

په فاریاب ولایت کې د مالیی د کانونو د استخراج چارې پیل شوې

د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان د دې پروژی د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې دغه کانونه چې ۱۴ کیلومتره مساحت لري، د ۱۵ کلونو لپاره او د ۲۴ میلیونو دالرو په ارزښت د ابو سعید شرکت سره قرارداد شوي دي.

د هغه په وينا، افغانستان په کال کې درې سوه زره ټنه مالګې ته اړتيا لري، که د فارياب کانونه په سمه توګه استخراج شي، د هېواد اړتياوې به پوره شي.

د فارياب د مالگی ې کان د قراردادي شرکت مسوولين وايي، چې هره ورځ له دغو کانونو څخه ٢٥٠٠ ټنه مالگه استخراجوي.

د فاریاب د مالګې د استخراج په پیل سره څه باندې ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

اسلامي امارت تر دې وړاندې هم د افغانستان یو شمېر کانونه او طبیعي زیرمې د استخراج لپاره کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته سپارلي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button