سیمه

یوی تروریستی حملی په سومالی کی ۳۰ تنه ووژل

د سومالی په پلازمینه کې د جمعې په شپه (۱۲زمری) په تروریستی برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

د دغه راپور له مخې عینی شاهدانو په موگادیشو کی د ډزو او لاسی بمونو د چاودنو خبر ورکړی دی. همداراز سیمه ییزو رسنیو په دغه ښار کې د یوې سترې چاودنې د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.

د سومالی د ځینو چارواکو په وینا، یوه ځانمرگی بریدګر د لیدو بیچ په یوه هوتل کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړه.

سومالی له کلونو راهیسې د حکومتی ځواکونو او الشباب ترهګرو، چې په افریقا کې د القاعدی څانګه ده، تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده.

دغه ډله په داسې حال کې د سومالی د نیولو هڅه کوي چې د موگادیشو حکومت په دې وروستیو کې د الشباب ترهګرې ډلې پر وړاندې پوځي عملیات زیات کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button