افغانستان

د فیروز کوه کلتوري انستیتوت د کابل د مرادخاني سیمه بیارغوي

د فیروزکوه فرهنګي انستیتیوت بنسټ ایښودونکي روري سټوارټ د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره په لیدنه کې وویل چې دغه انستیتیوت د افغانستان د فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې او وړاندې کولو په برخه کې کار کوي او یو له دندو څخه دی. د دې ادارې موخه د کابل ښار د مرادخاني تاریخي سیمې چې د دې ښار یوه له پخوانیو سیمو څخه ده بیارغونه او ساتنه ده.

په همدې حال کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دفيروزکوه انسټيټيوټ دفرهنګي او ښوونيزو فعاليتونو قدرداني وکړه او دافغانستان دفرهنګي ميراثونو په ساتنه او دځوانانو په روزلو کې يې ددغه بنسټ رول مهم وباله.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button