د ځمکې ښویېدو له امله په هند کی د مړو شمېر ۱۶۷ ته ورسید
هندی چارواکو ویلي دي چې په کرلا ایالت کې د ځمکې ښویدنی له امله د مړو شمیر ۱۶۷ تنو ته رسیدلی دی.
د رویترز په وینا، نږدې زر کسان له خټو څخه ژغورل شوي او 225 کسان لا هم ورک دي.
د هندی چارواکو په وینا په دې پېښه کې ۱۹۵ نور کسان ټپیان شوي دي.
د آسیا نت محلی شبکی، د دغې طبيعي پېښې د وژل شويو شمېر ۱۷۹ تنو ته رسېدلی او له ۳۵۰ تر ۴۰۰ نور کورونه په دې پېښه کې ويجاړ او زيانمن شوي دي.
باید وویل شي، چې د هند په کرلا ایالت کې د سختو بارانونو له امله د خلکو کورونه د ځمکې ښویېدو او خټو د راوتلو لامل شوي دي.
دا پیښه د 2018 راهیسې په ایالت کې ترټولو خونړۍ سیلاب پیښه بلل کیږي.
په همدې حال کې د هند پوځ وايي، په سیمه کې یې تر اوسه ۱۰۰۰ کسان ژغورلی او په سیمه کې یې د یوه نوي پله د جوړولو کار پیل کړی دی، وروسته له هغه چې د مانداکانی سیمه له چورالمالا ښارګوټي سره نښلوي پخوانی پل د ځمکې ښویېدو له امله ویجاړ شو.