سیمه

جرمنی: د پوتین له ګواښونکو څرګندونو نه ډارېږو

د پوتین د وروستیو خبرو په ځواب کې د جرمنی د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سیبتن فشر وویل چې د روسیی ولسمشر نه شي کولای برلین ته د هسته یی توغندیو د جوړولو خبرداری ورکړي.

دغه آلمانی چارواکی پرون (دوشنبه، د جولای ۲۹) په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ له دا ډول څرګندونو نه وېرېږو.

تر دې مخکې د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین په سن پترزبورک کې په یوه وینا کې په جرمنی کې د هسته یی توغندیو د ځای پر ځای کولو په اړه د امریکا پرېکړې ته اشاره کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې د سړې جګړې پر لور روان دی.

خو ښاغلي فشر ټینګار کړی چې روسیی له دې مخکې هم دغه ډول توغندی تولید کړي او په عملیاتو کې یې ځای پر ځای کړي دي او جرمنی اوس پلان لري چې دغو وسلو ته ځواب ورکړي.

په دې وینا کې پوتین دا خبرداری هم ورکړی و چې که متحده ایالات په جرمنی او نورو اروپايی هېوادونو کې د اتمی توغندیو د نصبولو پخلی وکړي، مسکو به یې هم تولید پیل کړي.

هغه وویل: “موږ به د هغه مهال ویش له غوښتنې څخه ځان خلاص وګڼو چې موږ دمخه د لنډ او منځنی برید وړتیاو د ځای پرځای کولو په اړه کړې ده.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button