سیمه

د کیم جونگ اون په شتون سره د سیلاب ځپلو لپاره د ژغورنې عملیات

د شمالی کوریا دولتی رسنیو راپور ورکړی چې د شمالی کوریا د مشر کیم جونگ اون په حضور او څارنې کې د ژغورنې او ژغورونکو ډلو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د کوریا په شمال لوېدیځ کې د سیلاب له امله تر ۵۰۰۰ ډېر وګړي له سیلاب ځپلو سیمو څخه ایستل شوي دي.

د شمالی کوریا د چارواکو په وینا، د یکشنبې په ورځ سخت باران د سیندونو د اوبو د سطحی د لوړیدو لامل شو او د کوریا او چین په پولو کې یې کړکیچن حالات رامنځ ته کړل.

له لسو څخه زیاتې چورلکې د پوځي او ژغورونکو کښتیو سره د سینووجی او ایجو سیلاب ځپلو ښارونو ته واستول شوې او له سیمې څخه یې په سیلاب کې ایسار شوي اوسيدونکي ایستل
د شمالی کوریا حکومت د دغه سېلاب له امله د اوښتو تلفاتو شمېر نه دی اعلان کړی، خو کیم جونگ اون په دغو سېلاب ځپلو سیمو کې د اوسېدو امر وکړ چې زیانمنو شویو ته د اړتیا وړ توکي ورکړل شي.

بارانونه او سیلابونه هر کال د شمالی کوریا کلیوالي او کرنیزې سیمې اغیزمنوی، چې د زرګونو کوریایانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button