د اسلامي امارت د صنعت او سوداگری وزارت مطبوعاتی دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان د صنایعو او سوداگری وزیر مولوی احمدالله زاهد له یوه چینايی پانګوال سره وکتل.
دغه چینايی پانګوال ویلي، دوی غواړي د څلویښت میلیونو دالرو په پانګونې سره د لمریزې بریښنا د تولید او نصبولو یوه فابریکه جوړه کړي او په افغانستان کې زر تنو ته د کار زمینه برابره کړي.
له بلې خوا د صنعت او سوداگرۍ وزارت مرستیال وايي، د صنعت او سوداگری وزارت رهبری د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې د پانګونې د جلبولو په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته ژمنه ده.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د امنيت له ټينګېدو سره په هېواد کې د پانګونې لپاره د بهرنيو پانګوالو لېوالتيا زياته شوې ده.