سیمه

د پاکستان په یوه ښار کې په ۲۴ ورځو کې پر ښځو د جنسی تیری او تښتونی ۴۶ قضیی ثبت شوي دي

دان نیوز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ورځو کې د پاکستان د پنجاب ایالت په مندی بهاالدین ښار کې پر ښځو او نجونو د جنسی تېري او تښتونې ۴۶ پېښې ثبت شوې دي.

د پاکستان د انګلیسی ژبې ورځپاڼې د راپور له مخې په وژل شویو کې زیاتره کم عمره نجونې دي.

د پنجشنبی په ورځ، د زمری په ۴مه، دان ورځپاڼې د پولیسو د راپورونو پر بنسټ لیکلي، چې دغه جرمونه د جولای له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۴ پورې د مندی بهاالدین په سیمه کې ثبت شوي دي.

د پولیسو د راپورونو له مخې، هغه ښځې او نجونې چې د جنسی تیری او اختطاف سره مخ شوي د 10 څخه تر 28 کلونو پورې عمرونه لري او ډیری یې د کم عمره انجونې دی.

د پاکستان قانون د جنسی تیری مرتکبینو ته د مرګ سزا یا له ۱۰ تر ۲۵ کلونو د اوږدې مودې بند سزا ورکوي.

د یوې څېړنیزې ادارې څېړنې ښيي چې له دومره سختو قوانینو سره په پاکستان کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي پېښې مخ په زیاتېدو دي‌.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button