رویترز د یوه لوړ پوړی امریکايی چارواکی له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی، راپور ورکړی، “داسې نښې شته چې په غزه کې د اوربند د یوې موافقې لپاره چوکات شتون لري، او موږ د دې د پلي کولو د څرنګوالی په اړه د یوې موافقی د نهايي کولو لپاره کار کوو.”
هغه په دې خبرې سره چې د اوربند د تطبيق په برخه کې ځينې ستونزې لا هم حل ته اړتيا لري او زياته يې کړه: د موافقی په لومړي پړاو کې د ٤٢ ورځو په موده کې له ٥٠ کلونو څخه د زياتو يرغمل شويو، ناروغانو او ټپيانو خوشې کول شامل دي.
دغه لوړپوړي امریکايی چارواکی په دې خبرې ټینګار سره چې د موافقی دویم پړاو ته تلل لا زیاتو خبرو اترو ته اړتیا لري او زیاته یې کړه: موږ په غزه کې د اوربند د لومړي پړاو په اړه موافقې ته د رسیدو په وروستیو پړاوونو کې یو.
هغه زیاته کړه: “اوس مهال، موږ نشو کولی دې پایلې ته ورسیږو چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو نه غواړي چې یوې موافقې ته ورسیږي.”
په داسې حال کې چې تر دې مخکې رسنیو راپور ورکړی و، چې قطر ته د غزی د بندیانو د تبادلې او اوربند په اړه د سلا مشورې لپاره د اسرائیلو د مرکچي پلاوي سفر د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او بایدن تر لیدنې وروسته ځنډول شوی دی.