نړۍ

پر ترامپ له برید لس وزځی وروسته د امریکا د استخباراتو مشر استعفا ورکړی

سپینې ماڼۍ پرون (سه شنبه د جولای ۲۳مه) اعلان وکړ چې کیمبرلی چیتل د امریکا د استخباراتو د ادارې مشرې د امریکا د ولسمشرۍ د نوماند دونالد ترامپ د ناکامې وژنې په تړاو د دغې امنیتی ادارې پر کړنو له سختو انتقاد وروسته له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د رویترز د راپور له مخې، د پټو خدماتو اداره چې د متحده ایالاتو د اوسنیو او پخوانیو ولسمشرانو د ساتنې دنده په غاړه لري، وروسته له هغه له کړکیچ سره مخامخ شو چې یوه وسله وال د جولای په ۱۳مه په پنسلوانیا کې پر ترامپ ډزې وکړې.

په همدی وخت کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایدن په تېرو څو لسیزو کې د پټو خدمتونو د مشر د مسوولیت او خدمت ستاینه کړې ده.
په همدې حال کې د امریکا د کورنیو چارو وزیر الخاندرو ماریوکاس ویلي دي چې د پټو خدماتو د مشر مرستیال رونالد رو چې د امنیتي ادارې ۲۴ کلن تجربه کار دی، به د سرپرست په توګه دنده ترسره کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button