افغانستانسیمه

د فرانسی ولسمشر: افغان مېرمنی باید راتلونکی ته هیله من وي!

د فرانسی ولسمشر امانویل مکرون ویلي، افغان ښځې او نجونې هره ورځ له افغانستان د امریکا د وتلو د پرېکړې قیمت ادا کوي.

خو ماکرون ازادي رادیو ته ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک پیاوړي دي او د دې هېواد ښځې او نجونې باید راتلونکې ته هیله مندي ولري.

هغه وویل: “موږ هغه څه وکړل چې موږ کولی شو د کډوالو منلو او د خلکو د ساتنې لپاره د دې پریکړې [د متحده ایالاتو د وتلو] او په افغانستان کې د هغې له پایلو وروسته خوندي کړو.”

غربي هېوادونو تل د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیزونه لګولي دي.

اسلامي امارت ویلي چې دا د افغانستان داخلي مسله ده او هېوادونه باید په کې لاسوهنه ونه کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button