افغانستان
په هرات کې د سلما بند ځینې برخې خلاصې شوې
د هریرود – مرغاب سمندري قطعې چارواکي وايي، د هرات د سلما بند یو شمېر برخې له یوې اونۍ راهیسې خلاصې شوې دي.
دوی وايي، دغه پرېکړه د هرات ولایت د اوبې، چشت شریف، پښتون زرغون، انجیل او ګذرې ولسوالیو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه شوې او د اوبو جریان به تر یوې میاشتې دوام وکړي.
د دې ادارې مسوولین ټینګار کوي چې دا کار د خلکو د هوکړې پر بنسټ شوی او د دوی په وینا د سلما بند له دریو توربینونو او په هره ثانیه کې ۶۰ متر مکعبه اوبه له توربینونو څخه خلاصیږي.