افغانستان
په مزارشريف کې د څه دپاسه يو ميليارد افغانيو د پيسو سوځول
د افغانستان مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په زړو پیسو څه باندې یو میلیارد افغانۍ سوځول شوي دي.
د دغه بانک د اعلامیې له مخې، د زړو افغانیو دغه اندازه پیسې د هېواد له شمال او شمال ختیځو ولایتونو څخه راټولې شوې وې.
د دغه بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې سکې کې یو زره، پنځه سوه، یو سل، پنځوس، شل او لس افغانۍ شاملې دي.