افغانستاننړۍ

د یوناما د همکاری ژمنه په افغانستان کې د مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې

نور احمد اغا د مرکزي بانک سرپرست د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې نور احمد اغا د هېواد په ټولو برخو کې د مالي خدمتونو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو یو مهم عامل وباله.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، نور احمد اغا زیاته کړه، چې د افغانستان مرکزي بانک د کوچنیو پورونو د ورکړې لپاره مقرره جوړه کړې او د ده په وینا، دغه اقدام کولای شي په هېواد کې د مالي خدمتونو له پراخولو سره مرسته وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې روزا اوتنبایوا د مالي خدمتونو د پراختیا او د اسلامي بانکدارۍ له مخکښو بنسټونو سره د اړیکو د ټینګولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او دغه سکتور یې د افغانستان د خلکو لپاره مهم وباله.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button