سیمه

عمران او مېرمن یې د “ناقانونه واده” په قضیه کې بري شوي دي

د اسلام اباد ستری محکمی د سی شنبی په ورځ (دچنگاښ ۲۳) د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي د “ناجائز واده” په قضیه کې برائت ورکړ.

د ښاغلي خان مدافع وکيل وايي، چې دا مهال عمران خان او بشرا بي بي په هېڅ صورت په زندان کې نه دي محکوم شوي او بايد ژر تر ژره له بنده خوشې شي.

د پاکستان له پولیسو او محکمو سره له یو کال جګړې وروسته، د عمران خان وکیلان وکولای چې هغه او مېرمن یې بې ګناه ثابت کړي.

دغې محکمې ویلي، که عمران خان او مېرمن یې په یوه بله قضیه کې تر تعقیب لاندې نه وي، باید ژر تر ژره له زندانه خوشې شي.

د عمران خان ویاند او د پاکستان د ولسی جرګې غړی نعیم حیدر پنجوته وویل:«ښاغلی عمران خان او مېرمن یې بی بی له دغو درواغجنو تورونو برائت ورکړل شوی دی.

محکمې زموږ دواړه غوښتنې ومنلې‌ د هغوی د خوشې کولو امر یې صادر کړ.»

عمران خان د دولتی سوغاتونو د غیر قانونی پلورلو او د پاکستان د حکومت د پت لیک د افشا کولو په قضیه کې په څوارلس کاله بند محکوم شو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button