افغانستاننړۍ

په افغانستان کی جانی مرسر د برتانوي پوځیانو د جنګي جرمونو د محکمې تر فشار لاندې دی

د برتانیی د کابینې پخوانی وزیر جانی مرسر وايي، که څه هم په بند محکوم شي، خو د هغو پوځیانو نومونه به افشا نه کړي، چې ده ته یې په افغانستان کې د برتانوي پوځیانو د جنگی جنایتونو په اړه معلومات ورکړي دي.

اسکای نیوز راپور ورکړی چې د افغانستان په اړه د خپلواکو څېړنو مشر چارلز هیدیون کیو جانی مرسر ته د جولای تر ۲۵مې پورې وخت ورکړی چې د دغو پوځیانو هویت څرګند کړی.

په جانی مرسر باندې فشار وروسته له هغې زیات شو چې د خپلو سرچینو د افشا کولو لپاره یې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د برتانیی په یوې محکمې کې په افغانستان کې د برتانوی پوځیانو له خوا د جنګی جنایتونو ادعاوې افشا کړې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button