افغانستانسیمه

پاکستان ۱۱ افغانان د یوه ماشوم په ګډون خوشي کړل

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په دوو جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې دغه افغان اتباع د پاکستان د پولیسو له خوا له دې امله نیول شوي چې د اوسیدو اسناد یې نه درلودل.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو ۱۱ افغان اتباعو کې یو یې ماشوم دی، دوه یې دوه کاله او شپږ میاشتې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې د انترپول له خوا لس نور افغانان هم هېواد ته استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې دغه هېواد د ۸۰۰ زره نورو افغان کډوالو د «جبري شړلو» بهیر پیل کړی او که دغه کډوال په خپله خوښه له پاکستان ونه وځي، د پولیسو له خوا به ونیول شي.

باید وویل شي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فیلیپو گراندی هم د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ بله ورځ وویل چې دا بهیر نه دی درېدلی او لا هم روان دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button