د تورغوندی په بندر کې افغان چارواکی وايي، د تېر کال په پرتله له ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته د افغانستان صادرات دوه چنده شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، تېر کال له دغه بندر څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ۱۵ لارۍ افغانی محصولات صادر شوي وو، چې سږ کال دغه اندازه له ۲۶ تر ۳۰ لاریو ته لوړه شوې ده.
په دې صادراتو کې زیاتره کورني تولیدات په ځانګړې توګه د هرات د صنعتی ښارګوټی غیر الکولي مشروبات شامل دي.