سیمهنړۍ

اردوغان: ترکیه به له اسراییلو سره د ناتو همکاري ونه زغمی

د ترکیی ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناتو په غونډه کې ادعا وکړه چې هېواد به یې له اسرائیلی رژیم سره د دغه اتحاد همکاری ونه زغمي.

د ترکیی ولسمشر چې په واشنگتن کې یې د ناتو د غونډې په څنډه کې په یوه خبری کنفرانس کې ګډون کړی و، هم ټینګار وکړ چې اسراییل په غزه کې د فلسطینیانو په قتل عام بوخت دی.

نوموړی د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د روسیی او اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې انقری په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډېر ګامونه پورته کړي دي.

څو ساعته مخکې نیوزویک خبر ورکړی و چې اردوغان د ناتو په غونډه کې د اوکراین او غزې په اړه د لویدیځ پر سیاستونو نیوکې وکړې.

د اردوغان دا نیوکې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا ولسمشر جوبایدن د اوکراین د جګړې لپاره د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو هڅې کوي او همدا راز د غزې په جګړه کې د اسراییلو د ملاتړ لپاره د هغه د انتقادونو د کمولو هڅې کوي.

نیوزویک هم راپور ورکړی چې د ترکیی ولسمشر ویلي چې لویدیځ قدرتونه په دواړو شخړو کې خطرناک سیاستونه غوره کوي او خبرداری یې ورکړ چې دا دواړه شخړې به په لویو سیمه ییزو شخړو بدلې شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button