افغانستان

د شیعه یانو مشران: د اړتیا په وخت کی د دوی ستونزې یې واورېدې او له اړوندو ادارو دوی سره همکاري کری دی

یو شمېر شیعه عالمانو او مخورو د سی شنبی په ورځ (دچنگاښ ۱۹مه) د ریس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل.

په دې کتنه کې شیعه علماو او مخورو په هېواد کې د ملي امنیت د تامین په لاره کې د اسلامي امارت د هلو ځلو قدرداني وکړه او ویې ویل چې د دوی ستونزې یې واوریدې او د اړتیا په وخت کې یې له اړوندو ادارو سره پوره همکاري وکړه.

دوی دغه راز د عاشورا د مراسمو د امنیت د ټینګښت په موخه خپلې مشورې او وړاندیزونه د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

په همدی حال مولوی عبدالکبیر د شیعه یانو د مشرانو او خلکو له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې په اسلامي نظام کې د افغانستان ټول خلک یو شان حقونه لري او زیاته یې کړه چې امنیتی ارګانونو د امنیت د تامین لپاره کار پیل کړی دی د عاشورا د مراسمو امنیت او په دې برخه کې خلک هیڅ اندیښنه نلري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button