افغانستاننړۍ

یونیسف: په سلو کې ۲۴ افغان ماشومان په اضطراب اخته دي

د ملگرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ۵ او ۱۷ کلونو تر منځ ۲۴ سلنه ماشومان په اضطراب اخته دي، چې دا د نړۍ د اوسط په پرتله ۱۰ برابره ډېر دي.

د دغه راپور له مخې په افغانستان کې نږدې ۱۵ سلنه ماشومان په خپګان اخته دي.

دغه بنسټ زیاته کړه، چې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه او د کار او ښې راتلونکې لپاره د هغوی د هیلو کمېدل او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې زیاتې شوي دي.

یونیسف دا هم ویلي، چې تېر کال یې په افغانستان کې شاوخوا درې زره ټولنیز کارکوونکي روزلي، چې نږدې نیمايي یې ښځې وې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button