افغانستان

۳ تنه غله په کابل کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له خوا ونیول شول

د ملي دفاع وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې د کشفي راپورونو پر بنسټ، د ملي اردو د ۳۱۳ قول اردو د استخباراتو منسوبینو د کابل په شاه شهید سیمه کې ۳ تنه غله هغه مهال نیولي، چې له یوه موټر پلورونکي څخه یې یو لیکس موټر په کرایه نیولي وو. د پولیسو سټیشن ته ځي ترڅو موټر په بل موټر پلورونکي وپلوري.

خبرپاڼه زیاتوی، چې نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو په پایله کې د یو بل تودی ۲۰۰۰ ډوله موټر په غلا هم اعتراف کړی او د کابل د ۳۱۳ میوند قول اردو منسوبینو یې د لیکس موټر اصلی خاوند ته سپارلی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button