د کونړ ولایت یو شمېر سوداګر وايي، چې د څه باندې ۹۱ میلیونه افغانیو په ارزښت اته زره تنه پیاز د پاکستان له لارې هند ته صادر شوي دي.
بل خوا د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي د هر اړخیزې همکارۍ او سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو کچه ورځ په ورځ زیاتیږي.








