افغانستانسیمه

پوتین: د افغانستان په ستونزو کې شانگهای په دودیز ډول للاس لري

د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، شانگهای په دودیز ډول د افغانستان په ستونزو کې لاس لري.

کرملین د پنجشنبی په ورځ (دچنگاښ په ۱۴ مه) په استانه کې د شانگهای سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په شورا کې د ښاغلي پوتین وینا خپره کړه؛ په دې وینا کې د روسیی ولسمشر د شانگهای– افغانستان د تماس ډلې د بیا پیلولو د نظر ملاتړ وکړ.

جمهور رئیس پوتین وویل: موږ دا رښتیا ګڼو چې د شانگهای د همکاریو سازمان په عنعنوی توګه د افغانستان په ستونزو کې دخیل دی؛ موږ د شانگهای د همکارۍ سازمان – افغانستان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیلولو د نظر ملاتړ کوو.

“موږ فکر کوو چې دا به په دې هیواد کې د وضعیت نورمال کولو کې مرسته وکړي.”

د کرملین مشر له دې مخکې ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال له اسلامی امارت سره د اړیکو پر اړتیا خبرې کړې وې د روسیی ولسمشر زیاته کړې، چې «طالبان» په افغانستان کې اوسنی ځواک دی.

تر دې مخکې د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرگی لاوروف د ترهګرو ډلو له لست څخه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو د ایستلو اعلان وکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button