سیمه

بیلاروس د شانگهای د همکارۍ سازمان غړی شو

د شانگهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د پنجشنبی په ورځ (دچنگاښ ۱۴) په دغه سازمان کې د بلاروس د غړیتوب سند لاسلیک کړ او دغه هېواد په رسمي ډول د شانگهای د همکارۍ سازمان غړی شو.

د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرگی لاوروف د شانگهای د همکاریو په سازمان کې د بیلاروس د غړیتوب په اړه وویل: مسکو په ټولو نړیوالو پروسو کې د روسیی او بیلاروس د اتحادیی د دولتونو د ګډون سره علاقه لري.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف هم وویل، بیلاروس د دغه سازمان د غړیتوب اړتیاوې پوره کړې او د دغه سازمان د لسم غړی هېواد په توګه پیژندل شوی دی.

د شانگهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیی، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان او ازبکستان د مشرانو له خوا جوړ شو او په ۲۰۱۷ کال کې هند او پاکستان د دغه سازمان غړي شول او ایران هم په ۲۰۲۲ کال کې د شانگهای د همکارۍ په سازمان کې شامل شو.

افغانستان او منگولیا د دغه سازمان څارونکی هېوادونه دي او اذربایجان، ارمنستان، کمبودیا، نیپال، متحده عربی امارات، ترکیه او سریلانکا د شانگهای د همکارۍ سازمان ملګری هېوادونه دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button