افغانستاناقتصادسیمه

د ازبیکستان او افغانستان هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ خونې پر جوړېدو

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتی دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزی او یو پلاوي د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه ایف سره د پانګونی د وزیر په حضور کې وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ، د انرژۍ وزیر، د ترانسپورت وزیر، د کانونو د صنایعو وزیر، د اوبو د سرچینو وزیر، د هغه هېواد د ګمرکونو مسوولینو او په افغانستان کې د ازبکستان جمهوریت سفیر سره کتل او خبرې اترې وکړې.

د صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ او ترانزیتی اړیکو پر پراختیا او د افغانستان په ګټه د یو اړخیز ترجیحي سوداګریز تړون په پایله کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د توازن په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو د پانگونی او ترانزیتي تړونونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطین تړون د نهايي کولو، د افغانستان د ریل پټلۍ په سکتور کې د همکاریو، د سرخان – پلخمری برېښنا مزي د لېږد په برخه کې د همکاریو په اړه هم خبرې وکړې.

باید وویل شي، چې افغان او ازبکستانی پلاوي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ خونو پر جوړېدو هوکړه کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button