سیمه
د مجارستان لومړي وزیر زلینسکی سره لیدنه وکړه
د مجارستا لومړی وزیر (ویکتور اوربان) د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکی سره د خبرو لپاره د سه شنبې په ورځ (دچنگاښ ۱۲) په یوه ناڅاپي سفر د دغه هیواد پلازمینې کیف ته ورسید.
دمجارستان د لومړي وزیر ویاند په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي: “خبرې اترې به د سولې د ترلاسه کولو په امکاناتو او همدارنګه د مجارستان او اوکراین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په مسلو متمرکزې وي.”
د ښاغلي اوربان سفر، چې له اوکراین سره د لویدیځ پر پوځي مرستو سخت انتقاد کوونکی دی، یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې مجارستان د اروپايی ټولنې د شورا د دورې مشري په غاړه واخیسته.