سیمه
د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې علیرضا زاکانی د مقابلې له دوام څخه په شا شو
عليرضا زاکانی په خپل “ایکس” په حساب کې یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي چې د ایران د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه وتلی دی.
زاکانی لیکلي: «زه د سیالۍ د قانوني وخت تر پایه پاتې شوم، خو د لویې لارې دوام ډیر مهم دی. زه له جلیلی او قالیباف څخه غواړم چې سره متحد شي او د انقلابي ځواکونو حقه غوښتنې بې ځوابه پرې نه ږدي او د روحاني د دریم حکومت د جوړولو مخه ونیسي.
هغه زیاته کړه زه د ایران له خلکو او خپلو مینه والو مننه کوم او له نیوکو نه ډاریږم.
په همدې حال کې به سبا د چنگاښ په اتمه نېټه په ټول ایران کې د سهار اته بجی انتخابات پیل شي.