د افغانستان د کرکت ملي لوبډله د جنوبی افریقا په وړاندې له ماتې وروسته د ۲۰ اوریزو نړیوال جام له سیالیو بهر شوه.
د هېواد لوبغاړي د پنجشنبی په سهار (د چنگاښ ۷) د ۲۰ اوریزه نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د سویلی افریقا پر وړاندې میدان ته راووتل او د خپل حریف پر وړاندې یې لوبه پیل کړه.
د سویلی افریقا د توپ وهنې په برخه کې د راشد خان ارمان لوبډلې تر سخت فشار لاندې وې او په ۱۲م اوور کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره سویلي افریقا ته د ۵۷ منډو هدف وټاکه.
سویلي افریقا په دوهمه پاڼۍ کې افغانستان ته ورکړل شوی هدف په نهم پاڼۍ کې د یوې ویکتی په له لاسه ورکولو سره په اسانۍ سره پوره کړ.