ښاغلی حقپرست او جورد گورډن، د متحده ایالاتو د “بو اف سی” سازمان کې یو امریکایی مارشل هنرمند د یو بل په وړاندې پنجرې ته ننوتل.
نصرت حق پرست خپل امریکايي سیال ته د داورانو د امتیاز په توپیر ماتې ورکړه او دغه سیالي یې وګټله.
د يادونې وړ ده، چې دغه ازاده جګړه د سعودی عربستان په کوربه توب ترسره شوه.
د دې بریا په ګټلو سره ښاغلي حق پرست د ازادو جګړو په سیالیو کې خپله ۱۷مه بریا ترلاسه کړه.