د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا به د سه شنبی په ورځ (دغبرگولی ۲۹مه) په خپله ۵۶مه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت وڅېړي.
په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د بشری حقونو په برخه کې د ملگرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارد بینیت خپل نوی راپور وړاندې کړي.