افغانستان
د اسلامی امارت د مأمورینو لخوا د لوی اختر لمونځ په کندهار کی ادا شو
د اسلامی امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د لوی اختر لمونځ به په کندهار ولایت کې د اسلامی امارت د مشر په مشرۍ اداء کیږي.
مجاهد زیاته کړه چې نن د لوی اختر لمونځ د کندهار په مرکزي عیدگاه کې د اسلامی امارت د رهبري هیئت په مشرۍ ادا شو.
هغه دا هم وویل چې “زرګونو هیوادوالو د اختر په لمانځه کې برخه اخیستې وه.”
د یادولو وړ ده چې په تیرو رخصتیو کې په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د مسئول لخوا د اختر لمونځ ادا شو