ذبیح الله مجاهد د اسلامی امارت ویاند له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلی چې د دوحی په دریمه ناسته کې به د حکومت استازی ګډون وکړي.
هغه زیاته کړه: اسلامی امارت د دوحی د دریمې ناستې د اجندا له څیړلو وروسته په دې غونډه کې د ګډون پریکړه وکړه.
ذبیح الله مجاهد د اسلامی امارت ګډون په دې غونډه کې د هیواد او خلکو په ګټه بولي.
تر اوسه د غونډی د اجندا یا د اسلامی امارت د پلاوي د جوړښت جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو د راپورونو له مخې د بشری حقونو مسایل به د غونډې په اجندا کې ځای نه لري.
تر دې مخکې د ملگرو ملتونو د سرمنشی ویاند استیفان دوجاریک اعلان کړی و چې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړي استازی درېیمه غونډه به د ملګرو ملتونو د عمومي منشی په کوربه توب دچنگاښ لمریز کال میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه په دوحه کې جوړه شي.
هغه وویل چې د دې غونډې موخه دا ده چې “له افغانستان سره د نړیوالو ښکیلتیا په لا همغږي، همغږي او جوړښت کې زیاته شي”.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو اونیو کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د مرستیال په ګډون قطری چارواکو د دوحی په دریمه غونډه کې د اسلامی امارت د چارواکو د ګډون په موخه د خبرو اترو په هدف کابل ته سفر کړی و، د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل او خبرې یې وکړې.