د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د اندخوی، میمنی او درزاب د مالګې کانونو د درېیو بلاکونو د پرانیستلو بهیر بشپړ شو.
د کانونو او پترولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د دغو کانونو د پرانیستې په غونډه کې وویل چې کانونه د ټول افغان ولس ملي سرمایه ده او دغه وزارت هڅه کوي چې د کانونو قراردادونه په پوره شفافیت او د کان کیندنې طرزالعملونه له اصولو سره سم ترسره کړي.