د اوکراین پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کریمیا په شمال او لویدیځ کې د روسیې S-۴۰۰او S-۳۰۰له ځمکې څخه هوا ته ویشتونکو توغندیو سیستمونه په نښه کوي.
یوروپریس خبري اژانس راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین پوځ ادعا کړې چې د کریمیا په شمال کې د ژانکوي په سیمه کې یې د روسیی د S-۳۰۰ توغندیو یو سیستم په بریالیتوب سره په نښه کړی او همداراز یې چورنومورسک ته نژدې دوه روسي S-۳۰۰ توغندي سیستمونه په نښه کړي دي.
تر اوسه د روسیی د دفاع وزارت د اوکراین د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی اوکراین هم د یکشنبی په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې سوخوی-۵۷ ډوله جنګي الوتکه د روسیی په سویل کې په یوه هوايي ډګر کې ویشتل شوې ده.
په عین حال کې، اوکراین اکثرا د بې پیلوټه الوتکو په واسطه د روسیی په خاوره کې نظامي او انرژي تاسیسات په نښه کوي.