افغانستاناقتصادسیمه

یوه ایرانی شرکت د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتی دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایرانی شرکت “اسماری گروپ” مشر مصطفی ذاکر او ورسره ملګري پلاوي د دغه وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین سره وکتل.

په دې کتنه کې د ايرانی شرکت رييس د افغانستان په کانونو کې له پانګونې سره لېوالتيا څرګنده کړه او ويې ويل، چې ډېر ژر به د هرات د کانونو په لومړيو درېيو بلاکونو کې د کانونو د استخراج په برخه کې خپل وړانديز وزارت ته وسپاري.

هغه زیاته کړه چې د افغان انجنیرانو د ظرفیت لوړولو په موخه به د ایراني انجینرانو د تجربو د انتقال لپاره یو تعلیمي مرکز جوړ کړي.

له بلې خوا د کانونو او پټرولیم رئیس وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د ملي او نړیوالو پانګوالو لپاره ښه فرصتونه رامنځته کړي او په افغانستان کې د بهرنیو سوداګرو د پانګونې هرکلی کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button