د امریکا ولسمشر جوبایدن کانگریس ته په یوه لیک کې ویلي، چې په سیمه کې مېشت امریکايي ځواکونه د افغانستان د احتمالي ګواښونو ځواب ته چمتو دي.
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ویلي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد لپاره ګواښ نه ده.